Book Name:Mareez Ki Ayadat Kijiye
پوښنه اوكړه، الله پاك به په هغه باندې د 75 زره فرښتو په ذريعه سورے اوكړى، (د كور نه د بهر وتلو نه واخله كور ته بيرته د راتللو پورې) د هغه په هر قدم اوچتولو باندې به د هغه د پاره يوه نيكي اوليكلے شي، په هر قدم باندې به د هغه يوه ګناه ورانه كړے شي او يوه درجه به اوچته كړے شي تردې پورې چې هغه په خپل ځائے كښيني، كله چې هغه د مريض سره كښيني نو رحمت هغه په خپل څادر كښې اخلي او خپل كور ته بيرته د تللو پورې هغه په خپل رحمت كښې پټ ساتي.[1]
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې حديثِ پاك كښې د مريض د تپوس كولو فضيلت بيان شوے دے، د دې سره سره د زده كولو يوه اهمه خبره دا هم ده، زمونږ خلق عام طور د كور لرې كيدلو په سبب هم د تپوس كولو د ثواب نه محرومه پاتي كيږي، خبر خو ميلاؤ شوے وو چې فلانے بيمار دے، د تپوس د پاره د تللو زړه هم كوي خو نفس پرې سُستي راولي چې چرته به دومره لرې ځې، بيا به راځې، دومره وخت د چا سره دے؟ الله پاك دې زمونږ په حال باندې رحم اوفرمائې، لږ غور اوكړئ! څوك چې د مريض تپوس له ځي هغه ته د هغه په هر قدم باندې يوه نيكي ميلاويږي، يوه ګناه ئې مُعاف كيږي او يوه درجه ئې اوچتيږي. اوس دلته غور اوكړئ! كه د مريض