Mareez Ki Ayadat Kijiye

Book Name:Mareez Ki Ayadat Kijiye

وي، څوك چې مسلمان دے، عاشقِ رسول دے، كه هغه بيمار شي نو د مسلمان حق دے چې د تپوس د پاره لاړ شي، د هغه تپوس اوكړي.

(3) دريم حق: په جنازه كښې شركت كول

      دريم حق ئې بيان اوفرمائيلو: وَاِتِّبَاعُ الْجَنَائِزِ د جنازے سره تلل.[1] يعني مسلمان ورور كه د دُنيا نه رُخصَت شي نو په نورو مسلمانانو باندې حق دے چې د هغه په جنازه كښې شريك شي، د هغه په غسل، كفن او دفن كښې چې څومره كيدے شي حِصَّه واخلي.

(4) څلورم حق: دعوت قبلول

     څلورم حق دے: وَ اِجَابَةُ الدَّعْوَةِ دعوت قبلول.[2] يعني زمونږه مسلمان ورور كه زمونږه دعوت اوكړي نو د هغه دعوت دې قبول كړے شي، دا دې نه ګوري چې مالداره دے يا غريب دے، مونږه ئې په دعوت رابللي يو زمونږ د حالت مطابق به زمونږه ميلمستيا هم اوكړي يا نه، بس څوك چې هم مونږ ته دعوت راكړي، مونږ به د امير او غريب د فرق نه بغير د هغه دعوت قبلوو، دا هم د مسلمان ورور بنيادي حق دے.


 

 



[1]...بخاری،کتاب الجنائز،باب  الامر باتباع الجنائز،صفحہ:355 ،حدیث:1240۔

[2]...بخاری،کتاب الجنائز،باب  الامر باتباع الجنائز،صفحہ:355 ،حدیث:1240۔