Book Name:Mareez Ki Ayadat Kijiye
عاشقانِ رسول سره علاقائي دوره اوكړئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! * د انبياء په سُنَّتو باندې به د عمل سعادت در نصيب شي * د نيكئ د دعوت عام كولو ثواب به ميلاؤ شي * د حديثِ پاك مطابق د نيكئ لاره ښودونكے، د نيكي كوونكي په شان دے * كه زمونږه د نيكئ په دعوت باندې يو كس لمُونځ ګزاره جوړ شو نو يقين اوكړئ! قسمَت به مو روښانه شي * (په كومه ورځ او كوم مقام باندې علاقائي دوره كول وي، هغه اوښائې! مثلاً اووائې!) د هر چار شنبے [يعني شروع] په ورځ د مازديګر لمَانځه نه پس فيضانِ مدينه ته نِزدې محله كښې به علاقائي دوره وي، تاسو هم تشريف راوړئ! د مازديګر لمُونځ په فيضانِ مدينه كښې ادا كړئ! بيا به ټول يوځائے د نيكئ دعوت عام كړو، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! ډير ثواب به ميلاؤ شي. راځـئ! ستاسو د ترغيب د پاره يو مدني سپرلےاورووم:
د ضلع غازى پور (يو. پـى هند) د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې د مازديګر لمَانځه نه پس مونږه د علاقائي دورے په سلسله كښې د يو حَجَّام دُكان ته اورسيدو چرته چې يو څو ماډرن ځلمي په ګپ شپ كښې مصروف وو، رهنما ورمخكښې شو او پيژندګلو ئې اوكړه نو د نيكئ دعوت وركوونكي اسلامي ورور فوراً د درد نه ډك انداز كښې د نيكئ دعوت شروع كړو. د نيكئ د دعوت نه پس هغوئي ته ئې جمات ته د تللو دعوت وركړو، هغوئي انكار اوكړو خو د عاشقانِ رسول د محبت نه ډك اصرار باندې آخر كار