Faizan e Ameer Muawiya

Book Name:Faizan e Ameer Muawiya

وَ مَا رَمَیْتَ اِذْ رَمَیْتَ وَ لٰكِنَّ اللّٰهَ رَمٰىۚ-    (پارہ:9،سورۂ انفال:17)       

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: او اے حبيبه! چې كله تاسو خاوره ورغوزار كړه نو تاسو نه وه غوزار کړې بلكه الله غوزار كړي وه.

     سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! دا د محبت اوچته درجه ده...! سلطنت به حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ قائموي او ربّ فرمائي چې دا سلطنت د اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ په ذريعه زما د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے.

وہ جس سے روٹھ جائیں تو رسول اُس سے روٹھ جائیں                      نبی سے اس طرح کی ہے قرابتِ معاویہ

خُدا کے فَضْل سے ملی، انہیں وہ عظمتِ گِراں                کوئی نہ تول پائےگا جلالتِ معاویہ

* * * *

د ذِكرِ اَمِير مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د قرآن نه ثبوت

    (3) دريمه خبره دا معلومه شوه چې الله پاك په تورات شريف كښې د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت بيان كړے دے، په هغې كښې د اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د سلطنت ذِكر شوے وو او الله پاك په قرآنِ كريم كښې فرمائي:

وَ تَكْتُمُوا الْحَقَّ وَ اَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ(۴۲)  (پارہ:1،سورۂ بَقَرہ:42)   

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: او د پوهيدلو باوجود حق مه پټوئ.

    يعني مونږ چې د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كوم نعتونه په تورات شريف كښې بيان كړي دي، هغه مه پټوئ! هغه عام كړئ...!