Book Name:Faizan e Ameer Muawiya
د وصالِ اَمير مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ اِيمان افروز كيفيتونه
په رواياتو كښې دي: د وصال مبارك نه مخكښې حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ اوفرمائيل: ما كښينوئ! هغوئي كښينولے شو، بيا هغوئي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د الله پاك ذِكر او تسبيح شروع كړو.[1]
په رواياتو كښې دي چې حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ سره د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قميص مبارك، كټ شوي نوكان مبارك او مقدس ويښته مبارك وو، د خپل ځنكدن په وخت كښې حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ وصيت اوكړو چې كله زه وفات شم نو د رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قميص مبارك به زما د بدن سره پيوست كړئ او نوكان مبارك زما په سترګو او ويښته مبارک زما په خُله او پوزه كيږدئ، ممكنه ده چې د دې تبركاتو په بركت به الله پاك په ما رحم اوكړي.[2]
تبرکاتِ مصطفےٰ لحد کے واسطے چُنے عقیدے کا چراغ ہے وصیتِ معاویہ
آخري وخت كښې ئې د كور خلقو ته د نيكئ دعوت وركړو
آخري وخت حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د خپل كور خلقو ته د نيكئ دعوت وركولو کښې اوفرمائيل: د الله پاك نه هميشه ويريږئ، ځكه چې څوك د الله پاك نه ويريږي، الله پاك هغه په خپل امان كښې ساتي او د الله پاك نه نه ويريدونكو د پاره د پناه هيڅ ځائے نشته. د هُم دې نيكئ دعوت وركولو سره حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ آخرت طرف ته تشريف يوړلو.[3]