Book Name:Faizan e Ameer Muawiya
د سُنَّتنو زده كولو د پاره د بهارِ شريعت جلد 3 نه حِصَّه 16 او د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د 91 صفحو كتاب ”550 سُنَّتيں اور آداب‘‘ واخلئ او اولولئ ئې.
الله پاک دِ مونږ ته د عمل کولو توفيق راکړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې
لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او (2) دُعاګانې
(1) د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود
اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّـیِّ
الْـحَبِیْبِ الْعَالـِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ
بُزرګانو فرمائيلي دي چې څوك هره شَبِ جُمعه (يعني د جُمُعے او زيارت مينځنئ شپه باندې) دا دُرُود شریف پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ په وخت کښې د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر کښې د داخليدو وخت کښې هُم، تر دې چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبْر کښې د خپل رَحمت نه ډكو لاسو باندې كوزوي.[1] راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.