Book Name:Faizan e Ameer Muawiya
حَبِيبَه! آيا ته د مُعاوِيه سره محبت كوې؟ عرض ئې اوكړو: دا زما ورور دے، ولے به مې ورسره محبت نه وي؟ د الله پاك حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: الله و رسول هم د مُعاوِيه سره محبَّت كوي.[1]
د حضرت ابُودرداء رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه مروي يو بل روايت كښې دي چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے اُمِّ حَبِيبَه! د مُعاوِيه سره محبت كوه! بےشكه زه د مُعاوِيه سره محبت كووم او زه د هغه كس سره هم محبت كووم څوک چې د مُعاوِيه سره محبت کوي، جبرائيل هُم مُعاويه سره محبت کوي، ميکائيل هُم مُعاويه سره محبت کوي او اے اُمِّ حَبِيبَه! د جبرائيل او ميكائيل عَلَيْهِمَا السَّلام د محبت نه زيات الله پاك هم د ده سره محبت كوي.[2]
د حضرت عبدُالله بِن عمر رَضِیَ اللهُ عَنْهُما نه روايت دے چې خوږ نبـي، رَسُولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اوس به ستاسو خوا ته يو جَنَّتـي كس راشي. هغه ساعت حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ حاضر شو، په دويمه ورځ ئې بيا ارشاد اوفرمائيلو: اوس به ستاسو خوا ته يو جَنَّتـي كس راشي. په هغه ورځ هم حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ حاضر شو، په دريمه ورځ ئې بيا ارشاد اوفرمائيلو: اوس به ستاسو خوا ته يو جَنَّتـي كس راشي. (سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه!) په دريمه ورځ هم حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ حاضر شو.[3]