Book Name:Faizan e Ameer Muawiya
مُعاوِيه! زه ستا نه يم، ته زما نه ئې
په يو روايت كښې دي: حضرت عبدُالله بِن عمر رَضِیَ اللهُ عَنْهُما فرمائي چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ ته اوفرمائيل: مُعاوِيه! زه ستا نه يم، ته زما نه ئې، بيا خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپلې دوه ګوتې مباركې يو ځائے كړې او اوئې فرمائيل: د جَنَّت په دروازه به ته زما سره داسې ئې.[1]
اَميرِمُعاوِيه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ هادي او مَهدي دے
په ترمِذي شريف كښې دي: حضرت عبدُالرَّحمٰن بِن ابُو عمير رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ په حق كښې داسې دُعا اوكړه: اَللّٰہُمَّ اجْعَلْہُ ھَادِیًا مَہْدِیاً وَاهْدِ بِہٖ اے الله پاكه! مُعاوِيه هادِي (يعني نورو ته هدايت وركولو والا) جوړ كړې، او هدايت يافته ئې هم جوړ كړې او د دوئي په ذريعه خلقو ته هدايت عطا كړې.[2]
د دُعائے مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وَضَاحت
اے عاشِقانِ رسول! په دې اِيمان افروز دُعائے مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې د ځان پوهه كولو ضرورت دے. د ټولو نه اوَّل خو دا خبره ياده ساتئ چې زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مُسْتَجَابُ الدَّعْوات دے يعني د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعاګانې قبليږي