Faizan e Ameer Muawiya

Book Name:Faizan e Ameer Muawiya

د خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُعا مُتَعَلِّق د اىمان نه ډكه نُكته

    اے عاشِقانِ رسول! د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُعا مُتَعَلِّق يوه بله د اِيمان نه ډكه نكته عَلَّامه اِبنِ حَجر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان كړي ده، راځئ چې په دې نكته باندې ځان په اسان انداز کښې پوهه كړو. د چا په ذِهن كښې به دا سوال راځي چې خوږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ په حق كښې دا دُعا ولے اوكړه؟ بله يوه دُعا ئې ولے اونكړه؟ د حضرت عبدُالله بِن عبَّاس رَضِیَ اللهُ عَنْهُ په حق كښې هم حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا كړي وه: اَللّٰہُمَّ عَلِّمْہُ الْکِتَابَ اِلٰـهـي! عبدُالله بِن عبَّاس ته د قرآنِ كريم علم عطا كړې. دغه شان خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نورو صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان په حق كښې هم مختلفې دُعاګانې كړي دي، آخر د حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ مُتَعَلِّق ئې دا دُعا ولے اوكړه چې اِلٰـهـي! مُعاويه هدايت يافته او نورو ته هدايت وركوونكے جوړ كړې.

    د دې سُوال جواب عَلَّامه اِبنِ حَجر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وركړے دے، څه ښكلي د كمال خبره ده! فرمائي: داسې دُعا كومه چې په دُنيا او آخرت كښې اوچته مرتبه وركوي، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم داسې دُعا صرف د هغه كس د پاره كوي د چا مُتَعَلِّق چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته معلومه وي چې دا بنده د دې مرتبو اهل دے او د دې مرتبو صلاحىت هم لري. [1]


 

 



[1]...فضائل  معاویہ، فصل: فی فضائلہ ومناقبہ، صفحہ:72ماخوذاً۔