Share this link via
Personality Websites!
كتابونه داسې اومني څنګه چې تاسو منلي دي، نو بيا هغوئي په هدايت دي او كه هر څه مني خو ستاسو په شان ئې نه مني نو هغوئي ګمراه دي، اے صحابه! تاسو د ټولو پيريانو او انسانانو د ايمان معيار ئې.[1]
اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ! غور اوكړئ! صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان زمونږ د اِيمان معيار دي، چې د هغوئي په ليدلو، د هغوئي د سيرت په لوستلو، چې د هغوئي د احوال او انداز د معلوميدلو په ذريعه مونږ له خپل اِيمان مضبوطول دي، نو آيا د هغوئي ذِكرِ خير به نه كيږي؟ لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّۃَ اِلَّا بِاللّٰہِ.
الله پاك دِ مونږ ټول د بےعقلئ نه محفوظه اوساتي. صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان خو د انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام نه پس افضل ترين مخلوق دے، د هغوئي ذِكرِ خير به هم كيږي، د هغوئي په نوم به جماتونه هم جوړيږي، د هغوئي [د عُرس او پيدائش] ورځې به هم مناويږي او اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د هغوئي نعرے به هم لګي. تر نن ساعته پورې نه د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان ذِكرِ خير بند شوے دے، او نه به تر قيامته پورې بنديږي.
هر صحابيِ نبی! جنتی جنتی ټولې صحابیاتې هُم! جنّتی جنّتی
څلور یاران د نبی! جنّتی جنّتی حضرت صِدِّیق هُم! جنّتی جنّتی
او عمر فاروق هُم! جنّتی جنّتی عثمانِ غنی! جنّتی جنّتی
فاطمه او علی! جنّتی جنّتی حَسَن او حُسَین هُم! جنّتی جنّتی
والدین د نبی! جنّتی جنّتی هره زوجۀ نبی! جنّتی جنّتی
حضرتِ معاویه! جنّتی جنّتی او ابوسُفیان هُم! جنّتی جنّتی
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami