Faizan e Ameer Muawiya

Book Name:Faizan e Ameer Muawiya

مدني قافلے په بركت ما ډير څه زده كړل، او ما ته د بدعقيدګئ او د نشے د بد عادت نه د توبه كولو توفيق هم رانصيب شو.[1]

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([2])

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                                                                                                                 جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا               جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

د نوكانو كټ كولو سُنَّتونه او آداب

    دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1) څوك چې د جُمُعـے  په ورځ نُوكان پريك كړي الله پاك به هغه د بلې جُمُعـے  پورې د مصيبتونو نه محفوظه ساتي او درې ورځې زياتې[3] يعني د لسو ورځو پورې. (2) څوك چې د جُمُعـے په ورځ نُوكان پريك كړي نو الله پاك به د هغه نه بيمارئ لرې كړي او شِفا به ورداخله كړي. [4]

    اے عاشِقانِ رسول! * د جُمُعـے په ورځ نُوكان پريك كول مستحب دي. كه زيات غټ شوي وي نو د جُمُعـے انتِظار مه كوئ. * په روايت كښې د لاسونو د نُوكانو پريك كولو


 

 



[1]...بد شگونی، صفحہ:112۔

[2] ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣

[3]...مرقاۃ المفاتیح، کتاب: اللباس، باب: الترجل، تحت الحدیث:4422، جلد:8، صفحہ:212۔

[4]...مصنف ابن ابی شیبہ، کتاب الجمعۃ، جلد:2، صفحہ:65، حدیث:2۔