Faizan e Ameer Muawiya

Book Name:Faizan e Ameer Muawiya

د حَسنَينِ كَرِيمَينو د استقبال مبارك انداز

      حضرت محمد بِن يعقوب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ به چې كله د اِمام حَسَن مُجتَبٰـى يا اِمام حُسَين رَضِیَ اللهُ عَنْهُما سره ملاقات كولو نو د استقبال كولو سره به ئې فرمائيل: مَرْحَباًوَ اَھْلاً بِاِبْنِ رَسُولِ اللّٰہ يعني هر كله راشئ! هر كله راشئ! اے د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شهزاده...!

وصالِ اَمير مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! جَنَّتـي صحابـي حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ 78 كاله په دې دُنيا كښې تشريف فرما وو، آخر په 60 هجرئ کښې د رَجَبُ الْمُرَجَّب په مياشت كښې د پنجشنبے [يعني د زيارت] په ورځ د دې دُنيا نه ابدي ژوند ته رُخصَت شو. د هغوئي مزار مبارك په دِمشق كښې د بابُ الصَّغِير خوا ته دے، د هغوئي د مزار مبارك خواوشا يو عالي شان عمارت جوړ كړے شوے دے، د هر ګل او زيارت په ورځ مزار مبارك بيرته كيږي او عام و خاص خلق د مزار مبارك د زيارت کولو سعادت حاصلوي.[1]  


 

 



[1]...فیضان امیر معاویہ، صفحہ:246۔