Faizan e Ameer Muawiya

Book Name:Faizan e Ameer Muawiya

د اَمير مُعاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دوه اعلٰـى اوصاف

     يو اوګږد حديثِ پاك دے چې په هغې كښې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان خاص اوصاف بيان كړي دي، په دغه حديثِ پاك كښې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ دوه خاص اوصاف بيان کړي دي، فرمائي: وَ مُعَاوِیَۃُ بْنُ اَبِی سُفْیَان اَحْلَمُ اُمَّتِی وَ اَجَوَدُهَـا او مُعاويه بِن ابي سُفيان زما په اُمَّت كښې د ټولو نه زيات حلم والا او ډير سخي دے. [1]

    اے عاشِقانِ رسول! دا هم ډير اِيمان افروز حديثِ پاك دے، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ظاهره د حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ دوه اوصاف بيان كړي دي خو په حقيقت كښې دا صرف دوه اوصاف نه دي بلكه د حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د اوصافو ګويا پوره كتاب دے. علمائے كرام فرمائي: د حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ په دې دوو اوصافو حِلم او كمال سخاوت غور اوكړئ! په كوم بنده كښې چې دا دواړه اوصاف [يعني حِلم او كمال سخاوت] پيدا شي هغه د ټولو باطني مرضونو نه پاك شي.

     عَلَّامه اِبنِ حَجر هَيتْمِـى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د كوم بنده په زړه كښې چې د ذرے برابر هم تكبُّر وي، هغه هيڅ كله حِلم والا نه شي كيدے (ځكه چې هغه له په غُصَّه باندې قابو حاصلول ګران وي او څوک چې په غُصَّه باندې قابو نه شي ساتلے، هغه حِلم والا نه شي كيدے، لِهٰذا كوم بنده چې د تَكَبُّر نه بالكل پاك شي) او د غُصَّے د آفتونو نه بچ شي


 

 



[1]...بغیۃ الباحث، کتاب : المناقب، باب:فیما اشترک فیہ ، جلد:1، صفحہ:893، حدیث:965۔