Book Name:Faizan e Ameer Muawiya
د حضرت اَمِير مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ مختصر تعارُف
اے عاشِقانِ رسول! * حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ اَوَّل مُلُوكِ اسلام (يعني په اسلامي تاريخ كښې د ټولو نه وړومبے بادشاه) دے * د مَكَّے مُكَرَّمےد مشهور سردار ابُوسُفيان رَضِیَ اللهُ عَنْهُ ځوئ دے * د هغوئي نوم: مُعاويه * كنيت: ابُو عبدُ الرَّحمٰن او* ناصِرُ الدِّیْن (يعني د دِين مددګار)، ناصِرُ الْحَقّ (يعني د حق مددګار) د هغوئي القاب دي * حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اِعلانِ نَبُوَّت نه پينځه كاله مخكښې په مكه مكرمه كښې پيدا شوے وو * د هغوئي قد مبارك اوچت [يعني اوګږد] وو * سپين رنګ او ښكلے ښائسته وو * شخصيت ئې رعب دار وو * په سر او ګيره مباركه به ئې نكريزه لګوله * ډىر حِلم والا، بُرد بار، باوقار، مالدار، په خلقو كښې سردار، كرم كوونكے او انصاف قائموونكے وو * علامه حُسَين بِن محمد ديار بَكري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ رُعب و دبدبے والا، دُور انديش، بهادر، سخي او بُردبار بادشاه وو * حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د صُلح حديبيه په ورځ يعني 6 هجرئ كښې اسلام قبول كړے وو.[1]
جبريل عَلَيْهِ السَّلام سلام اوكړو
د خوږ آقا، مكي مدَني مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډىر قابِلِ اعتماد صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان كومو ته به چې حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قرآنِ كريم د ليكلو ذِمه واري وركوله ، په هغوئي كښې حضرت اَمِيرِ مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ هم