Book Name:Faizan e Ameer Muawiya
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! اے عاشِقانِ صحابه و اهلِ بيت! د حضرت اَمير مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د شان و شوكت نه قربان شم! الله پاك د هغوئي حكومت د خپل خوږ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حكومت قرار كړے دے.
وہ معاویہ پہلے عادِل بادشاہ اسلام کے پیشگوئی اس شہی کی کر گئے احمد رسول
مانتے ہیں اُن کی شانوں کو ہمارےسب بزرگ اُن کی عظمت کی ہیں قائِل سب سَلِیمانہ عُقول
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے عاشِقانِ رسول! د د ې پوره تفصيل نه مونږ ته درې اِيمان تازه کوونکي مدني ګلونه حاصل شو.
د صحابۀ كرامو كمالات د مصطفٰى كمالات دي
(1) د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان د كمالاتو ذِكر صرف د هغوئي د كمالاتو ذِكر نه دے بلكه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت هم دے. اوګورئ! حضرت اَمير مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ صحابي دے، الله پاك په تورات شريف كښې د هغوئي د بادشاهئ ذِكر فرمائيلے دے خو څنګه؟ آيا د هغوئي ذِكر ئې كړے دے؟ نه، نه، الله پاك د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وصف بيان كړے دے او د هغه پاك وصف آئينه دار حضرت اَمير مُعاويه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ جوړ شو. معلومه شوه چې د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان شان بيانول صرف د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان شان نه دے بلكه نعتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم دے * چې كله مونږه د حضرت صِدِّيقِ اكبر رَضِیَ اللهُ عَنْهُ شان بيانوو * د