Book Name:Naikiyan Chupaiy

اوَّابين، اشراق و څاښت، هغه د ګرمئ روژے، د ټولې ورځې لوږه او تنده، په لكونو روپو خرچ کولو مو حج ادا كړے وو، عمرے مو كړي وې، د خپل محنت ګټه مو په غريبانو تقسيم كړې وه، د جمات په تعمير كښې مو حِصَّه اچولي وه، په ديني مدرسو مو مال خرچ كړے وو، يوه يوه نيكي مو جمع كړي وه او اُمِّيد مو لرلو، يقين مو لرلو چې دا نيكئ به مې په قبر كښې په كار راشي، د قبر د عذاب  نه به مې بچ كړي، د سختې نورې تِيارے شپه به مې روښانه كړي خو افسوس! افسوس! اوس چې قبر ته را اورسيدم نو خبر شوم چې د نيكو ښكاره كولو، په رياكارئ کولو مې خپل ټول محنت برباد كړے دے، او اوس مې په اعمال نامه كښې يوه نيكي هُم نشته، ټوله د رياكارئ نه ډکه ده. آه! افسوس! افسوس! الله پاك دِ مونږ ټول د داسې حال نه په خپل حفاظت کښې اُوساتي. . . . . محترمو اسلامي ورونړو! كه چرې واقعي داسې اوشي نو د قبر په تنهائې او تورو تِيارو كښې به په مونږه څه تيريږي، څنګه د غمونو باران به وي راباندې، څومره به مايوسه يُو...!!

    بيا که خلق په زمكه د پاسه زمونږه تعريفونه كوي نو څه فائده؟ ځکه چې مونږ خو به د قبر په تنهائي کښې په غم او شرمندګئ كښې اخته يُو، ارمانونه به کوو خو افسوس! وخت به تير وي. ځکه چې

اب کیا ہَوَت، جب چڑیاں چُگ گئیں کھیت

يعنې چې مرغو فصل تباه کړو نو اوس د افسوس كولو څه فائده.

د ټولو نه زيات په تاوان كښې څوك دے....؟