Book Name:Naikiyan Chupaiy

    اے عاشِقانِ رسول! څنګه چې نيكئ ښكاره كول ټيك نه دي، دغه شان ګناهونه ښكاره كول هم غلط دي. يو خو داسي چې بنده وائي: زه ډير ګنهګار يم. داسې خبره په عاجزئ كښې شميرلے كيږي، داسې عاجزئ والا الفاظو وئيلو په وخت ښه غور كول پكار دي، كه بنده په زړه كښې خپل ځان نيك ګنړي خو په ژبه وائي: زه ګنهګار يم نو يقيناً دا عاجزي نه ده بلكه دروغ دي. دغه شان عاجزئ والا الفاظ وئيلو په وخت كښې احتياط كول پكار دي. د بعضې  خلقو عادت وي چې هغه د مُعَيَّن ګناه اِظهار كوي، مثلاً نن رانه د سحر لمُونځ قضا شوے وو، بعضې خلق د مسئلے تپوس كوي: مولانا صاحب! زما نه د ماسپخين لمُونځ قضا شوے وو، آيا د مازديګر لمَانځه سره ئې ادا كولے شم. بعضې  نادان  په فخر سره وائي: ما فلاني ته د دومره زرو روپو دوكه وركړي وه. غرض: په مختلف انداز خلق خپل ګناهونه ښكاره كوي. دا هم ناجائز دي. په فتاوٰى شامي كښې دي: اِظْہَارُ الْمَعْصِیَّۃِ مَعْصِیَّۃٌ  د ګناه اِظهار هم ګناه ده. [1]   

په دولسو ديني کارونو کښې يو دِيني کار مَدَني مُذاکَره

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د عاشِقانِ رَسُول په صُحبت کښې کښيناستل هُم د رياکارئ نه د بچ کيدلو يوه طريقه ده، لِـهذا د عاشِقانِ رَسُول ديني تحريک دعوتِ اسلامي سره تړون اوکړئ، په دولسو ديني کارونو کښې ډيره ډيره حِصَّه واخلئ. اِنْ شَــآءالـلّٰـه تعالٰى زړه به مو روښانه شي، مَحبَّتِ اِلٰهى او عِشقِ رَسُول به مو نصيب شي،  او د دين او دُنيا بيشميره خيرونه به په لاس درشي. د دعوتِ اسلامي  دولسو ديني کارونو کښې يو ديني کار دے


 

 



[1]...فتاوی شامی، کتاب:الصلاۃ، جلد:2، صفحہ:650۔