Naikiyan Chupaiy

Book Name:Naikiyan Chupaiy

فرمائي: ما ته ستاسو مُتَعَلِّق د دَجَّال نه زياته د ”رياكارئ“ويره ده؟ رياكاري څومره خطرناك مرض دے.

رياكاري څه ته وائي...؟

    هر هغه كار چې (شرعاً ټيك وي او) د الله پاك د رِضا د پاره اوشي، هغې ته عبادت وائي. كه يو بنده دغه كار د الله پاك د رِضا نه علاوه په بله اراده اوكړي نو دا رياكاري ده.[1] مَثَلاً لمُونځ ادا كول عبادت دے، كه څوك لمُونځ د الله پاك د رِضا د پاره نه ادا كوي، د خلقو ښودلو د پاره لمُونځ ادا كوي، داسې كس ته رياكار وائي.

نيكئ ښكاره كول هم په رياكارئ كښې شامِل دي

     د رياكارئ بُنيادي دوه صُورتونه دي: (1) يو صورت ئې دا دے چې بنده د ښودلو د پاره نيك كار اوكړي مَثَلاً * هغه لمُونځ د دې د پاره كوي چې خلق ورته لمُونځ ګزاره اووائي  * روژه د دې د پاره نيسي چې خلق ورته روژه دار اووائي * صدقه و خيرات د دې د پاره كوي چې خلق ورته سخي اووائي، يعنې چې بنده د نيكئ كولو نه مخكښې يا د نيكئ كولو په وخت کښې په رياكارئ كښې اخته شي، دا د رياكارئ وړومبے صورت دے.

(2) د رياكارئ دويم صورت دا دے چې بنده د نيكئ كار د ښودلو د پاره اونكړي بلكه په اِخلاص سره خالص د الله پاك د رِضا د پاره نيكې اوكړي خو د نيكئ كولو نه


 

 



[1]...ریاکاری، صفحہ:7۔