Book Name:Naikiyan Chupaiy
فَاَمَّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِیْنُهٗۙ(۶) فَهُوَ فِیْ عِیْشَةٍ رَّاضِیَةٍؕ(۷) وَ اَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِیْنُهٗۙ(۸) فَاُمُّهٗ هَاوِیَةٌؕ(۹) وَ مَاۤ اَدْرٰىكَ مَاهِیَهْؕ(۱۰) نَارٌ حَامِیَةٌ۠(۱۱) (پارہ30،سورۃالقارعۃ:6-11)
مفهوم ترجمه: نو بهرحال د چا به چې تولونه درانه شي نو هغه به د هغه د زړه په خوښ ژوند كښې وي، او بهرحال د چا چې تولونه سپک شي، نو د هغه ځائے هاويه دے، او تا ته څه معلومه ده چې هغه څه دي؟ لـمبې وهونکے اور دے.
نمبر2: دويم كار كوم چې په آخرت باندې د اِيمان ساتلوتقاضه ده ، هغه دا دے چې:
وَّ لَا یُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهٖۤ اَحَدًا۠(۱۱۰)
مفهوم ترجمه: او د خپل ربّ په عبادت كښې دِ هيڅ څوك نه شريك كوي.
په تفسيرِ قُرطبي كښې دي چې: د مُفَسِّرينو اِتِّفاق دے چې په دې آيتِ كريمه كښې د شِرك نه مراد رياكاري ده.[1] مطلب دا دے چې كوم بنده په آخرت باندې اِيمان لري، هغه خو به نيكئ، عبادت، لمُونځ ضرور كوي، روژے به نيسي، تِلاوت به كوي، صدقه و خيرات به كوي، د قرآن و سُنَّت مطابق به د شريعت مطابق ژوند تيروي، د دې سره سره په آخرت باندې د اِيمان ساتلو دا تقاضه ده چې بنده به د رياكارئ نه هر وخت ځان بچ ساتي، او نيك كار به صرف او صرف د الله پاك د رضا د پاره كوي.