Book Name:Naikiyan Chupaiy

پس، په ژوند كښې څه وخت د يو دُنياوي مقصد د پاره مَثَلاً خپل صفت اوريدلو د پاره يا د عِزَّت او مرتبے د پاره خپل اِخلاص والا عمل ښكاره كړى نو داسې خپلې د اِخلاص والا نيكئ ښكاره كول هم په رياكارئ كښې شامِل دي. حُجَّةُ الاسلام اِمام محمد بِن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د رواياتو نه معلوميږي چې دغسې خپل عمل ښكاره كولو سره عمل برباديږي.[1]

نيكئ ښكاره كول عمل بربادوي

     د حضرت اَبُو درداء رَضِیَ الله عَنْهُ نه روايت دے چې سركارِ مدِينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: بيشكه د نيكئ حِفاظت كول د نيكئ كولو نه زيات مُشكل دي، بيشكه انسان نيكي كوي نو د هغه د پاره په يواځې ځائے كښې يوه نيكي او ورسره 70 چنده زياتوالے ليكلے كيږي [يعنې د هغې يوے نيكئ ثواب ورته 71 چنده وركولے كيږي]، بيا شيطان په هغه پسې اولګي، تر دې پورې چې بنده د خلقو په مخكښې خپله نيكي ښكاره كړي، هغه 70 چنده زياتوالے (كوم چې د هغه په اعمال نامه كښې ليكلے شوے وو هغه) وران كړے شي، بيا شيطان په هغه پسې لګيدلے اوسي، تر دې پورې چې بنده په دويم ځل خپله نيكي ښكاره كړي، د بنده خواهش وي چې د هغه د نيکئ تذکره اوکړے شي، په نيك كار باندې ئې تعريف اوکړے شي، پس د هغه عمل ئې [د اعمال نامے] نه وران كړے


 

 



[1]...احیاءُالعلوم، جلد:3، صفحہ:908۔