Book Name:Naikiyan Chupaiy

په خدمت كښې حاضر شو، عرض ئې اوكړو: زه د الله پاك د رِضا د پاره نيك اعمال كووم او په دې كښې صرف زما نيت د الله پاك رضا وي خو چې كله زما نيكئ ښكاره شي، خلقو ته زما د اعمالو پته اولګي نو زه خوشحاليږم (چې واه واه! زما د نيكو په وجه په خلقو كښې زما مقام او عِزَّت زياتيږي). هغه وخت دا آيتِ كريمه نازل شو،[1] او ارشاد اوشو:

فَمَنْ كَانَ یَرْجُوْا لِقَآءَ رَبِّهٖ فَلْیَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَّ لَا یُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهٖۤ اَحَدًا۠(۱۱۰)   (پارہ:16، سورۂ کہف:110)      

مفهوم ترجمه: نو څوك چې خپل ربّ سره د مُلاقات اُمِّيد ساتي، هغه له پكار دي چې نيك كار اوكړي او د خپل ربّ په عبادت كښې هيڅ څوك شريك نه كړي.

په قيامت باندې د اِيمان لرلو دوه تقاضے

     د دې آيتِ كريمه نه معلومه شوه چې هر هغه كس كوم چې په قيامت باندې اِيمان لري، د هغه دا يقين وي چې يوه ورځ به د دې دُنيا نه فنا كيږو، د چا چې دا اِيمان وي چې الله پاك به مخلوق بيا را ژوندے كوي، قيامت به قائميږي، ټول مخلوق به د محشر په ميدان كښې جمع كيږي، ټول مخكښې وروسته [مخلوق] به د الله پاك په بارګاه كښې حاضريږي، څوك چې جَنَّت مني، د دوزخ په عذابونو يقين لري، د زړه نه دا اقرار كوي چې په ورځ د قيامت به د اعمالو حِساب اخستے كيږي، نيك خلق به د الله پاك په رحمت جَنَّت ته داخل شي او بدكار او ګنهګار کوم چې د الله پاك په غضب کښې


 

 



[1]... تفسیرِ قرطبی، پارہ:16، سورۂ کہف، زیرِآیت:110، جلد:5، صفحہ:305۔