Book Name:Naikiyan Chupaiy
حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ عاجزي كوونكے وو، هغوئي به خپل ځان ګنهګار ګنړلو، د الله د ويرې نه به ئې ژړل خو الله پاك د هغوئي په شان كښې فرمائي:
وَ سَیُجَنَّبُهَا الْاَتْقَىۙ(۱۷) الَّذِیْ یُؤْتِیْ مَالَهٗ یَتَزَكّٰىۚ(۱۸) (پارہ:30،سورۃاللیل:17-.18)
مفهوم ترجمہ: او نِزدې به د ټولو نه لوئ پرهيز ګار د هغه اور نه لرې ساتلے کيږي، كوم چې خپل مال وركوي د پاره د دې چې هغه ته پرهيزګاري نصيب شي.
دا ده اصل خوندوره خبره، چې بنده وائي: زه ګنهګار يم او الله پاك فرمائي: دا د نيكانو سردار دے. بهرحال نيكئ ښكاره كول او په خپله خُله خپل صفت کولو باندې نيكئ بربادول او د خپل محنت ضائع كولو اسباب جوړول سخته د تاوان خبره ده، د يو عقلمند نه تپوس اوكړے شو: بد رښتيا څه دي؟ اوئې فرمائيل: په خپله ژبه خپل تعريف كول، او خپلې نيكئ ښکاره كول.
د نيكو ښكاره كيدو نه د بچ كيدلو دوه طريقے
زمونږه بُزُرګانِ دين كوم چې نن په دُنيا كښې مشهور دي او د هغوئي د نوم محافل منعقد كيږي، په مزارونو ئې ګنړه وي، د الله پاك د هغه نيکو بندګانو دوه اعلٰى صفتونه دي، كه مونږه دغه اوصاف اختيار كړو نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د نيكو ښكاره كولو د آفت نه به بچ شو.
وړومبے وصف دا دے چې زمونږ د بُزُرګانِ دينو يو يو ساعت به په نيكو كښې تيريدلو، ټوله شپه به ئې عبادت كولو، هره ورځ به ئې ډير ډير نوافِل ادا كول خو د دې