Book Name:Naikiyan Chupaiy

کښې څه نه څه نه ګټو، ټولې خرچے مو د هغې نه چليږي، د ګټې بله څه ذريعه مو نشته، سيل مين مال راوړى او مونږه ئې په آرام سره خرڅوو، د ژوند نِظام مو روان دے، ناڅاپه يوه شپه په هغه دُكان كښې اور اولګي او ټول سامان اوسوزي، آه! د ژوند صرف يوه اسره مو وه، هغه هم اوسوزيدله.

    نو په دغه حالت كښې به زمونږ د خفګان څه حال وي؟ څومره سخت تكليف کښې به يُو؟ د وړو ماشومانو فکر به اخستي يُو، څومره تكليف به وي راته، سخت به خفه يُو، اوښكې به مو بهيږي، سوچ اوکړئ څومره غمژن به يُو؟ اوس دا تَصَوُّر لږ آخرت طرف ته بوځئ! مونږه په دُنيا كښې ډير كلونه تير كړل، ټول ژوند مو لمُونځونه اوكړل، روژے مو اونيولې، صدقه و خيرات مو اوكړل، د اشراق و څاښت او اَوَّابينو هم پابند وو، تَهَجُّد مو هم پابندئ سره ادا کولو، نفل حجونه او عمرے مو هم كړى دي، ډيرې نيكئ مو كړي دي، په خپل  ګمان کښې خو مونږه ښه نيك وو، اعمال نامه مو د نيكو نه ډكه ګنړله، ناڅاپه د مرګ فرښته راشي او روح رانه واخلي او يو شور جوړ شي، بيا خلق وائي چې څومره نيك انسان وو، د دُنيا نه لاړو، د هرې سترګې نه اوښكې روانې دي، ژړاګانې دي، بيا غُسل راكړے شي، كفن راکړے شي، د جنازے لمُونځ مو ادا كړے شي، بيا مو د تيارو نه ډك قبر ته كوز كړي او يواځې مو پريږدي، خلق په غمژنو زړونو زمونږ تعريفونه كوي، زمونږ په نيكو باندې واه واه کوي او بيرته كورونو ته روان شي، نو بيا به مونږه يُو او زمونږ اعمال به وي. او بيا راته په هغه تنهائې او تورو تِيارو او د سختې ويرې په حالت كښې پته اولګي چې زمونږ هغه ټولې نيكئ خو د رياكارئ په وجه برباد شوي دي...! افسوس! هغه اُوګږده اُوګږده لمُونځونه، تَهَجُّد،