Book Name:Quran Kay Huqooq

(1) په قرآن اِيمان راوړل

     د قرآنِ مجيد اَوَلنے حق دے: په دې باندې اِيمان راوړل. دا خبره ياده ساتئ چې الله پاك څومره كتابونه نازل كړي دي، څومره صحيفے ئې په انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام نازلي كړي دي، په دې ټولو اِيمان راوړل د مسلمان د پاره لازم دي، د الله پاك د نازل کړي يو كتاب انكار هُم كفر دے. البته په پخوانو آسماني كتابونو باندې اِيمان راوړلو او قرآنِ كريم باندې اِيمان راوړلو كښې يو فرق دے، هغه دا چې څومره تير شوي آسماني كتابونه او صحيفے دي، په هغه ټولو باندې اجمالي اِيمان راوړل فرض دي او په قرآنِ كريم باندې تفصيلي اِيمان راوړل فرض دي. د اجمالي اِيمان مطلب دا دے چې الله پاك تورات، زبور، اِنجيل نازل كړي دي، د دې نه علاوه ئې په انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام باندې څه صحيفے نازلي كړي دي، دا ټول حق دي، رښتيني دي، په هغې كښې چې الله پاك څه نازل كړي دي، هغه ټول رښتيا، رښتيا او رښتيا دي. او خلقو [يعني يهود و نصارا] چې په خپل خواهش په هغې كښې څه زياتے کړے دے، بدلون ئې پکښې كړے دے، هغه باطل دے.  او په قرآنِ كريم باندې تفصيلي اِيمان راوړل لازم دي، يعنې د اَلْـحَـمْـدُ  د اَلِف نه واخله د وَ النَّاس د سِين پورې د قرآنِ كريم يو يو ټكے، يوه يوه جمله، يو يو حَرف حق دے، رښتينے دے. د الله پاك له طرفه نازل شوے دے، په دې كښې د يو حرف كمے زياتے نشته، څوک چې د قرآنِ كريم د يو لفظ هُم انكار اوكړي، هغه كافر دے، د اسلام نه خارِج دے.

     قرآنِ كريم د ”كتابِ هدايت“ په طور منل هُم يقيناً په قرآنِ كريم باندې د اِيمان راوړلو حصَّه ده او اَلْحَمْدُ لِلّٰه! هر مسلمان دا د هدايت كتاب مني خو دلته مونږ له غور كول دي چې مونږه قرآنِ كريم د هدايت كتاب خو منو خو آيا مونږه د دې نه عملي طور هدايت او رهنمائي هُم اخلو که نه؟ په قرآنِ كريم باندې د اِيمان راوړلو تقاضا دا