Book Name:Quran Kay Huqooq

(4) د قرآنِ مجيد څلورم حق: د دې تلاوت كول

     د قرآنِ مجيد څلورم حق دے: د دې تلاوت كول. دا هم زمونږ د مُعاشرے بدقسمتي ده چې مونږه تلاوت نه كوو، څومره حافظان دي چې صرف په رمضان كښې قرآنِ مجيد لولي، حالانكه * مونږ ته سحر ماښام د تلاوتِ قرآن ترغيب راكړے شوے دے،*  تلاوتِ قرآن افضل عبادت دے.([1]) * د قرآنِ كريم يو حرف لوستلو باندې د لسو نيكو ثواب ميلاويږي، ([2]) * قرآنِ كريم لوستلو سره رحمتونه را وريږي، فرښتے په تلاوت کوونکي د خپلو وزرو سورے كوي، په تلاوت کوونکي سكينه نازليږي.([3]) * څوك چې سحر قرآن ختم كړي نو تر ماښامه پورې او څوك چې ئې ماښام ختم كړي نو د سحر راختلو پورې فرښتے د هغه د پاره د رحمت دُعاګانې كوي.([4]) * د قيامت په ورځ به قرآن د خپل لوستونكي شفاعت كوي.([5]) * قرآن لوستونكې به قرآن لولي او د جنَّت په درجو به خيژي. ([6])* څوك چې په لمَانځه كښې په ولاړه د قرآنِ مجيد تلاوت كوي د هغه د پاره د هر حرف په بدله كښې 100 نيكئ دي او څوك چې په لمَانځه كښې په ناسته تلاوت كوي د هغه د پاره د هر حرف په بدله كښې 50 نيكئ دي او څوك چې د لمَانځه نه بهَر په اوداسه كښې تلاوت كوي، د هغه د پاره د هر حرف په بدله كښې 25 نيكئ دي او څوك چې په بے اودسه تلاوت


 

 



[1]...کنز العمال ، کتاب : الاذکار ، جزء : 1 ، جلد : 1 ، صفحہ : 257 ، حدیث : 2261۔

[2]...ترمذی ، کتاب : فضائل القران ، صفحہ : 676 ، حدیث : 2910۔

[3]...مسلم ، کتاب : الذکر والدعا ، صفحہ : 1039 ، حدیث : 2699ماخوذًا۔

[4]...کنز العمال ، کتاب : الاذکار ، جزء : 1 ، جلد : 1 ، صفحہ : 261 ، حدیث : 2316۔

[5]...مسلم ، کتاب : صلاۃ المسافرین ، صفحہ : 290 ، حدیث : 804۔

[6]...ابو داؤد ، کتاب : الوتر ، صفحہ : 241 ، حدیث : 1464 ماخوذًا۔