Book Name:Quran Kay Huqooq

عالِم/عالِـمه کورس کولو سعادت حاصِلوي او هغه طلباء و طالبات چې دَرسِ نظامي ئې مکمل کړے او فارغ شوي دي د هغوئي مجموعی تعدادتقریباً: 13 زره 455 دے۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                  صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

    خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                     جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا     جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

رښتيا وئيل سُنَّتِ مصطفٰى دي.

     دوه فرامِينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1) رښتيا وئيل نيكي ده او نيكي جنَّت ته بوتلل كوي،([2]) (2) د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه تپوس اوكړے شو: جَنَّتـي عمل كوم يو دے؟ اوئې فرمائيل: رښتيا وئيل.([3])

     اے عاشقانِ رسول: ”رښتيا وئيل سُنَّتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي * زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هميشه رښتيا وئيل، * په دې وجه به خلقو خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صادق و امين په لقب پيژندلو، * حضرت عبدُ الله بِن سلام رَضِیَ الله عَنْه  لا اِيمان نه


 

 



[1]… ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣

[2]... مسلم ، کتاب : الادب ، صفحہ : 1405 ، حدیث : 2607۔

[3]... امام احمد بن حنبل ، جلد : 2 ، صفحہ : 589 ، حدیث : 6652۔