Book Name:Quran Kay Huqooq

المُبَارَك زمونږ نه رُخصت شي.

آخری روزے ہیں دِل  غمناک مُضْطَر جان ہے    حسرتا وا حسرتا اب چل دیا رمضان ہے

روک سکتے ہی نہیں ہائے تجھے اب کیا کریں          سب کو روتا چھوڑ کر تو چل دیا رمضان ہے

کاش! آتے سال ہو عطار کو رمضاں نصیب        یانبی! میٹھے مدینے میں بڑا اَرْمان ہے([1])

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د رَمَضَانُ الْمُبَارَك دا آخرئ عشره د نُزُولِ قرآن عشره ده، د حديثِ پاك مطابق قرآنِ كريم د رَمَضَانُ المُبَارَك په پينځه ويشتمه شپه نازل شوے دے په دې مناسبَت سره به نن مونږه اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د”قرآنِ كريم حُقوق“ د اوريدلو او په دې ځان د پوهه كولو كوشش كوو. الله پاك دِ مونږ ته د دې عظِيمُ الشَّان كتاب د قدر كولو، د دې د ډير ډير تلاوت كولو، د دې نه د هدايت اخستلو او د دې نُور په خپله سينه كښې د ساتلو توفيق را عطا كړې. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

د پوره دِين خُلاصه

     حضرت تَمِيم بِن اَوس دارى رَضِیَ الله عَنْه صحابـئ رسول دے، هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  په نهمه هجرئ كښې اسلام قبول كړے وو، ډير زيات عبادت ګزار وو، يوه شپه ترينه د تَهَجُّد لمُونځ پاتې شو، د هغې په كفاره كښې پورا كال اوده نه شو، ټوله شپه به ئې عبادت كولو، په يو ركعت كښې به ئې پورا قرآنِ كريم ختمولو، كله به ئې يو آيت بيا بيا لوستلو تر دې چې سحر به شو، په مسجدِ نبوي كښې د ټولو نه اوَّل د ډيوے روښانه كولو سعادت هغوئي رَضِیَ الله عَنْه ته نصيب شوے وو. د حديثِ پاك مشهور كتاب الصَّحِيْحُ


 

 



[1]...وسائل بخشش ، صفحہ : 702-704.