Book Name:Quran Kay Huqooq

الْمُسْلِمْ كښې د دوئي رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے، سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: اَلدِّیْنُ النَّصِیْحَۃُ دِين نصيحت دے.

      په عامه محاوره كښې چا ته د ښې خبرې تلقين كولو ته نصيحت وائي خو په دې حديثِ پاك کښې لفظِ ”نصيحت“ د عربي لُغَت په اعتبار سره استعمال شوے دے، چې د دې معنٰى ده: خالص كيدل يا خالِص کول، نو د حديثِ پاك معنٰى به شي: دِين د خالص كيدلو نوم دے. صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان عرض اوكړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د چا د پاره د خالص كيدو نوم دِين دے؟ د دې په جواب كښې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پينځه خبرې بيان كړې،ارشاد ئې اوفرمائيلو: (1) لِـلّٰـهِ يعني د الله پاك د پاره د خالص كيدلو (2) وَلِکِتَابِہٖ او د الله پاك د كتاب د پاره د خالص كيدلو (3) وَلِرَسُوْلِہٖ او د هغه د رسول د پاره د خالص كيدلو (4) وَلِاَئِمَّۃِ الْمُسْلِمِیْنَ او د مسلمانانو اَئِمَّه يعنې د قرآن و سُنَّت مطابق د خلافت او حكومت فرائض چلوونكو، مفتيانِ كرامو، علمائے كرامو او اوليائے كرامو د پاره د خالص كيدلو او (5) عَامَّتِہِمْ د عامو مسلمانانو د پاره د خالص كيدلو نوم دِين دے.([1])

     په  حديثِ پاك كښې غمخوار آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك، د قرآنِ كريم او رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د ټولو مسلمانانو حقوق مختصر طور په يو څو الفاظو كښې بيان کړل، په دې وجه علمائے كرام فرمائي: دا حديثِ پاك د پورا دِين خُلاصه ده. په دې ټولو حقوقو كښې زمونږ موضوع فِي الحال د قرآنِ كريم د حقوقو مُتَعَلِّق ده، علمائے كرامو د دې حديث لاندې د قرآنِ كريم شپږ حقوق ذِكر كړي دي:  


 

 



[1]...مُسْلم ، کتاب : الایمان ، صفحہ : 44 ، حدیث : 55۔