Book Name:Quran Kay Huqooq

واورووم، حالانكه قرآن په تاسو نازل شوے دے؟ اوئې فرمائيل: آو. [نو] حضرت عبدُ الله بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْه د سورۀ نِسَآء تلاوت اوكړو، رَسُولِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قرآن اوريدلو او د مباركو سترګو نه ئې اوښكې روانې وې. ([1])

     قاضى عياض مالكي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ”شِفَاء شريف“ كښې د ”عِشْقِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم“ نښې په ګوته کړي دي، په هغې كښې ئې يوه نښه ”محبَّتِ قرآن“ ليكلي ده چې څوک د قرآنِ مجيد سره محبَّت كوي هغه د رسولِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره هم محبَّت كوي. حضرت عبدُ الله بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْه فرمائي: چې څوك دا معلومول غواړي چې د هغه په زړه كښې د الله پاك او د هغه د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره محبَّت شته دے که نه، هغه دِ اوګوري چې هغه د قرآن سره محبَّت كوي که نه، كه د هغه په زړه كښې د قرآنِ مجيد سره محبَّت وي نو پوهه شه چې هغه د الله پاك او د هغه د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره محبَّت كوي.([2])

سلطان محمودِ غزنوي او د قرآن اِحترام

منقول دي: سلطان محمودِ غزنوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات نه پس چا په خوب كښې اوليدلو، تپوس ئې ترينه اوكړو: الله پاك تاسو سره څه مُعامَله اوفرمائيله؟ سلطان محمودِ غزنوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: يو ځل زه چرته ميلمه ووم، په كومه كوټه كښې چې ما آرام كولو، هلته ښپو طرف ته په تاخ كښې قرآنِ مجيد پروت وو، ما سوچ اوكړو چې قرآنِ مجيد بهَر ته اوليږم، بيا مې خيال اوكړو چې د خپل آرام د پاره قرآنِ مجيد ولې بهَر اوليږم؟ بس په دې سوچ ما د قرآنِ مجيد تعظيم اوكړو او ټوله شپه ناست پاتې شوم او


 

 



[1]...بُخاری ، کتاب : التفسیر ، صفحہ : 1138 ، حدیث : 4582۔

[2]...کِتَابُ الشِّفَا ، جزء : 2 ، صفحہ : 24۔