Book Name:Quran Kay Huqooq

كامل او اكمل ژوند څنګه حاصل کړے شي؟

     په مونږ كښې تقريباً هر يو كس غواړي چې زما ژوند ښه، ښائسته، ښكلے، بهترين او كامل و اکمل شي. لږ د دُنيا په تاريخ غور اوكړئ! په دُنيا كښې د ټولو نه كامل، اكمل، د ټولو نه ښه بهترين او ښكلے ژوند د چا دے؟ يقيناً يو مسلمان به دا جواب وركوي چې په دې دُنيا كښې د ټولو نه كامِل و اكمل ژوند د خوږ نبـي، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارك ژوند دے، د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ژوند مبارك څه وو؟ اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرتِ عائشه رَضِیَ الله عَنْهَا په دريو ټكو كښې بيان كړے دے: کَانَ  خُلْقُہُ الْقُرْآن  يعني د مُصطفٰى جانِ رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارك اَخلاق قرآن والا وو.([1]) 

     يعنې هغوئي رَضِیَ الله عَنْهَا فرمائي چې قرآنِ كريم لوستل شروع كړه، قرآنِ مجيد چې كوم كوم اخلاق و آداب بيانوي، د دې ټولو عملي نمونه زمونږ د خوږ نبـي په مبارك ژوند كښې ښكاري.

     معلومه شوه چې كه مونږه خپل ژوند ښكلے، ښه او كامِل جوړول غواړو نو د دې يوه طريقه ده چې د ژوند تيرولو اُصول د قرآنِ مجيد نه زده كړو او په هغې باندې د عمل كولو انداز د سُنَّتِ مصطفٰى نه زده كړو او عمل پرې اوكړو، اِنْ شآءَ الله! زمونږ ژوند به ښكلے، بهترين، او كامل و اكمل جوړ شي.

اَز یَکْ آئین مُسَلْمَان زِنْدَہ اَسْت                                                     پَیْکَرِ مِلَّت زِ قُرآن زِنْدَہ اَسْت

ترجمه: اسلام او مسلمان صرف په يو قانون ژوندي اوسي او د هغه قانون نوم قرآن دے.

     الله پاك دِ مونږ ټولو ته په قرآنِ كريم باندې د عمل كولو توفيق را عطا كړي.

اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم


 

 



[1]...المعجم الاوسط ، صفحہ : 34 ، حدیث : 72۔