Book Name:Quran Kay Huqooq

(2) د قرآنِ كريم محبَّت و تعظيم

     د قرآنِ كريم دويم حق دے د دې سره محبَّت كول او د زړه نه د دې تعظيم كول.

      اَلْحَمْدُ لِلّٰه! قرآنِ مجيد سره محبت كول ”سُنَّتِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم“ دي. زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به قرآنِ مجيد سره ډير محبت كولو، يوه ورځ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خپل كور مبارك كښې تشريف فرما وو، چا اووئيل چې يو كس په ډير ښكلي آواز كښې د قرآنِ مجيد تلاوت كوي، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بهَر ته تشريف راوړو او د ډير وخته پورې ئې تلاوت اوريدلو، بيا ئې بيرته تشريف يوړلو او اوئې فرمائيل: دا د ابو حُذَيفَه رَضِیَ الله عَنْه  غلام سالم رَضِیَ الله عَنْه  دے، ټول ثناء صِفَت الله پاك لره دي چا چې زما په اُمَّت كښې داسې كس پيدا كړے دے. ([1])

     يو ځل د شپے په وخت كښې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت ابوبكر او حضرت عمر رَضِیَ الله عَنْهُما د ځان سره كړل او د حضرت عبدُ الله بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْه کره ئې تشريف يوړلو، حضرت عبدُ الله بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْه هغه وخت د قرآنِ مجيد تلاوت كولو، خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ډير وخته پورې اودريدلو او د هغوئي رَضِیَ الله عَنْه تلاوت ئې اوريدلو، بيا ئې اوفرمائيل: څوك چې قرآنِ مجيد داسې لوستل غواړي څنګه چې نازل شوے دے نو هغه دِ د اِبْنِ اُمِّ عَبد په شان قراءت کوي (اِبْنِ اُمِّ عَبد د حضرت عبدُ الله بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْه كُنيت دے).([2]) يوه ورځ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت عبدُ الله بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْه ته اوفرمائيل: عبدُالله! ما ته قرآن واوروه! حضرت عبدُ الله بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْه عرض اوكړو: يـا رَسُـولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زه ئې


 

 



[1]...ابن ماجہ ، کتاب : اقامۃ الصلاۃ ، صفحہ : 216 ، حدیث : 1338۔

[2]...ابن ماجہ ، فضل عبد اللہ  بن مسعود ، صفحہ : 36 ، حدیث : 138۔