Book Name:Quran Kay Huqooq

وو راوړے چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئې اوليدلو نو اوئې وئيل:  وَجْھُہٗ لَیْسَ بِوَجْہِ کَذَّابٍ دا مبارك مخ د دروغژن  کس مخ نه دے، بيا هغوئي رَضِیَ الله عَنْه اسلام قبول كړو.

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دروغ وئيل ګناه ده، مونږ له په سُنَّتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې د عمل كولو مطابق هميشه رښتيا وئيل پکار دي. الله پاك دِ مونږ ټولو ته د رښتيا وئيلو توفيق راعطا كړې. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې

لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او  (2) دُعاګانې

)1( د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود

اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّـیِّ

الْـحَبِیْبِ الْعَالـِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ

بُزرګانو فرمائيلي دي چې څوك هره شَبِ جُمعه (يعني د جُمُعے او زيارت مينځنئ شپه باندې) دا دُرُود شریف پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ په وخت کښې د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر کښې د داخليدو وخت کښې هُم، تر دې چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبْر کښې د خپل رَحمت نه ډكو لاسو باندې كوزوي.[1] راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.


 

 



[1]… افضل الصلوات علی سید السادات ، الصلاۃ السادسۃ والخمسون ، ص۱۵۱ملخصًا