Book Name:Quran Kay Huqooq

     علمائے كرامو د دې حديثِ پاك يوه معنٰى دا هم ليكلي ده چې د دې نه مراد هغه كس دے كوم چې د قرآنِ كريم تلاوت كوي خو عمل پرې نه كوي. مونږه پخپله لږ غور اوكړو چې: *يو كس د قرآنِ پاك تلاوت كوي، قرآن خو وائي:

فَنَجْعَلْ لَّعْنَتَ اللّٰهِ عَلَى الْكٰذِبِیْنَ(۶۱)   (پارہ3،سورۀ ال عمران:61)              

مفهوم ترجمہ کنز الایمان: نو په دروغژنو باندې د الله پاك لعنت دے.

     كه دا كس د دروغو وئيلو عادت لري نو دا لعنت يقيناً په ده باندې هم راګرځي، *قرآن وائي:

وَ اللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ(۸۶)   (پارہ3،سورۀ ال عمران:86)        

مفهوم ترجمہ کنز الایمان: او الله ظالمَانو ته هدايت نه كوي.

     كه دا تلاوت كوونكے پخپله ظالم وي، د نورو حقونه وهي نو دا وَعِيد په ده هم راګرځي، *قرآنِ مجيد د بيلمانځه سزاګانې بيانوي، كه دا تلاوت كوونكے هم بيلمانځه وي  نو دا ټول وعيدونه په هغه هُم راګرځي۔

    معلومه شوه چې په قرآنِ مجيد باندې اِيمان ساتل، دې سره محبت كول او په دې باندې عمل كول هُم لازم او ضروري دي.

د صحابۀ كرامو په قرآنِ مجيد باندې د عمل كولو جذبه

     حضرت امام زَينُ العابِدِين رَضِیَ الله عَنْه د امام حُسَين رَضِیَ الله عَنْه  شهزاده [يعني ځوئ] دے،  يو ځل د هغوئي وينزې هغوئي ته د اوداسه اوبه اچولې.

     پخوا به وينزې او غلامان باقاعده خرڅيدل، د دې وينزو نه پرده كول فرض نه وو، نو د امام زَينُ العابِدِين رَضِیَ الله عَنْه  وينزې هغوئي ته د اوداسه اوبه اچولې، ناڅاپه ئې د لاس نه د اوبو لوښے (كُوزه وغيره) خلاصه شوه او د امام زَينُ العابِدِين رَضِیَ الله عَنْه  مخ مبارک پرې زخمي شو، هغوئي ورته پورته اوکتل نو وينزې د قرآنِ مجيد دا آيت