Book Name:Quran Kay Huqooq

هغې طرف ته مې ښپې نه كړے، بس په دې وجه الله پاك زه اوبخښلم. ([1]) الله پاك دِ مونږ ته د قرآنِ كريم سره ډير محبت راعطا كړي او د دې د عِزَّت كولو، تعظيم كولو، ادب سره د ښكلولو، سترګو او سينے ته د لګولو توفيق دِ را عطا كړې.

الٰہی! رونقِ اسلام کے سامان پیدا کر            دِلوں میں مومنوں کے الفتِ قرآن پیدا کر

اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

(3) په قرآن باندې عمل كول

    د قرآنِ مجيد دريم حق دے: اَلتَّاَدُّبُ بِآدَابِہٖ وَالتَّخَلُّقُ بِاَخْلَاقِہٖ  يعنې د قرآنِ مجيد بيان شوي د ژوند آداب اختيارول او د هغې ښودلي شوي اخلاق د خپل كردار حصه جوړول دي. په اتمه سيپاره، سورۀ اَنعام، آيت نمبر155 كښې الله پاك ارشاد فرمائي:

وَ هٰذَا كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ مُبٰرَكٌ فَاتَّبِعُوْهُ    (پارہ8،سورۃالانعام:155)   

مفهوم ترجمہ کنز الایمان: او دا بركت والا كتاب مونږ نازل كړے دے نو د دې پيروي اوكړئ

      معلومه شوه چې د قرآنِ مجيد اهم او بنيادي حق په دې عمل كول، د دې كامله تابعداري كول، د دې په ښودلي شوي انداز باندې ژوند تيرول دي. قرآنِ مجيد كتابِ هدايت دے، بيشكه د دې كتل هم عبادت دے، دې ته لاس لګول هم عبادت دے، د دې تلاوت كول هم عبادت دے، خو د دې باوُجود تر څو پورې چې په دې عمل اونكړے شي  تر هغې پورې كَمَا حَقُّه [څنګه چې حق دے هغسې] هدايت نه شي نصيب كيدے، د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: ډير قرآنِ مجيد لوستونكي دي چې قرآنِ مجيد په هغوئي لعنت كوي. ([2])


 

 



[1]...دليل العارفين ، مجلس : 5 ، صفحہ : 50۔

[2]...المدخل لابن الحاج ، بیان : فضل تلاوۃ القران ، جلد : 1 ، صفحہ : 85۔