Book Name:Quran Kay Huqooq

كوي د هغه د پاره د هر حرف په بدله كښې 10 نيكئ دي.([1]) * قرآن لوستونکے د اسلام جنډه نيولو والا دے. ([2]) * د قرآن قاري د الله پاك خاص بنده دے.([3]) * قرآن لوستونكے د عذابِ اِلٰهي نه محفوظه دے.([4]) * قرآن لوستونكے د دې په بركت ترقي كوي او غټې درجے حاصلوي.([5])    

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه واوريدل چې د قرآنِ كريم د تلاوت داسې داسې ثوابونه او فائدے دي، خو مونږه تلاوت نه كوو، مونږ له پكار دي چې د خپلي هري ورځې په معمولاتو كښې تلاوتِ قرآن شامل كړو، څنګه چې د طعام خوړلو نه بغير زمونږ ورځ نه تيريږي، دغه شان تلاوتِ قرآن د روح  غذا ده، د دې نه بغير زمونږ ژوند تيريدل نه دي پكار.

یہی ہے آرزو تعلیم قرآن  عام ہو جائے                            تلاوت کرنا صبح و شام میرا کام ہو جائے

(5-6) قرآنِ مجيد باندې ځان پوهه كول او د دې تبليغ كول

     د قرآنِ مجيد پينځم او شپږم حق دے: په دې ځان پوهه كول او نورو ته رَسَوَل. حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قرآنِ مجيد بيشميره اوصاف بيان کړي دي، په هغې كښې ئې يو وَصف دا بيان کړے دے چې اَلْقُرْآنُ حُجَّۃٌ لَکَ اَوْ عَلَیْکَ قرآنِ مجيد دليل دے، يا به دا ستا په حق كښې دليل جوړيږي يا به ستا خلاف دليل جوړيږي.


 

 



[1]...احیاء العلوم ، کتاب آداب تلاوۃ ، الباب الثانی ، جلد : 1صفحہ : 362۔

[2]...مسند الفردوس ، جلد : 2 ، صفحہ : 135 ، حدیث : 2690۔

[3]...کنز العمال ، کتاب : الاذکار ، جزء : 1 ، جلد : 1 ، صفحہ : 258 ، حدیث : 2275۔

[4]...كنز العمال ، کتاب الاذکار ،  الجزءالاول ، ١ / ٢٥٨ ، حدیث : ٢٢٦٧

[5]...كنز العمال ، کتاب الاذکار ، الجزءالاول ، ١ / ٢٥٩ ، حدیث : ٢٢٨٩