Book Name:Quran Kay Huqooq

د قرآنِ مجيد په يو آيت باندې عمل 

     عام طور خلق خپل مينځ كښې خبرې كوي، وائي: كافرو ترقي كړي ده، سپوږمئ ته اوختل وغيره وغيره. كه په حقيقت كښې اوګورئ نو كافرو ترقي نه ده كړي بلكه مونږه وروسته پاتې شوي يو. په دې خبره پوهيدلو د پاره يو مثال واورئ: يو كس موټر چلوي او بل كس موټر سائيكل، يقيناً د موټر رفتار د موټر سائيكل نه زيات دے، ځكه به موټر مخكښې كيږي، خو كه موټر والا د 40 په سپيډ روان وي، او موټر سائيكل د 80 په سپيډ روان وي نو يقيناً موټر سائيكل والا به د موټر نه مخكښې شي. نو هيڅ څوک به هُم دا نه وائي چې ګنې موټر سائيكل د موټر نه تيز رفتاره وي؟ نه ...! بلکه دا به وائي چې تيز رفتار خو موټر دے خو موټر والا خپلو سهولياتو استعمالولو كښې سُستي اوكړه.

     هُم دا حال زمونږه دے، يقيناً مسلمانانو سره چې د ترقئ، كاميابئ، او مخكښې کيدلو كوم اسباب او ذرائع دي هغه د دُنيا بل يو قوم سره نشته خو مسئله دا ده چې مونږه دا ذرائع په غلاف [يعني کڅوړه] كښې انغښتي دي او په المَارئ کښې مو ساتلي دي.

      حضرت فُضَيل بِن عياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه غټ ولِـىُّ الله دے، د توبه كولو نه مخكښې  هغوئي دومره خطرناک ډاكو وو چې خلق به ئې د نوم نه ويريدل،واورئ، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قرآنِ مجيد په يو آيت مبارَك باندې څنګه عمل اوكړو،  يوه ورځ هغوئي د يوے قافلے لُوټ کولو د پاره ورمخكښې شو، نو په قافله كښې يو كس د قرآنِ مجيد تلاوت كولو، هغه د سيپاره 27، سورۀ حديد آيت نمبر 16 لوستلو:

اَلَمْ یَاْنِ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ تَخْشَعَ قُلُوْبُهُمْ لِذِكْرِ اللّٰهِ    (پارہ27،سورۀحديد:15)   

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : آيا په مومنانو لا هٰغه وخت نه دے راغلے چې د دوئي زړونه ټِيټ شي د الله د ياد د پاره.