Book Name:Quran Kay Huqooq

امام او پيشوا جوړ كړي، قرآنِ كريم به هغه جَنَّت ته بوځي وَ مَنْ جَعَلَہٗ خَلْفَہٗ سَاقَّہٗ اِلَی النَّار اوڅوك چې قرآنِ كريم شا ته پريږ دي، قرآنِ كريم به هغه جَهَنَّم ته غوزار كړي.([1])

     لِهٰذا په قرآنِ كريم باندې د اِيمان راوړلو تقاضه دا ده چې مونږه د خپل ژوند په هره شعبه كښې، هره مسئله كښې او هره مرحله كښې قرآنِ كريم خپل امام او پيشوا جوړ كړو.

گَرْ تُو مِی خَواہِی مُسَلْمَاں زِیْسْتَنْ                                                                              نَیْسْت مُمْکِنْ جُزْ بَہ قُرْآں زِیْسْتَنْ

ترجمه: كه د يو مسلمان په طور ژوند تيرول غواړې نو د قرآن نه بغير داسې هيڅ كله ممكنه نه ده.

د ”وليد بِن يزيد“  ګستاخي او د هغې انجام

     ”وليد بِن يزيد“ د خلافتِ بَنُو اُمَيَّه بادشاه تير شوے دے، ډير زيات سركشه او بے باكه وو. په حديثِ پاك كښې ارشاد دے: زما په اُمَّت كښې به وليد نومې يو كس وي چې هغه به د فرعون نه هم زيات سركشه وي. علمائے كرامو د دې حديثِ پاك نه دغه وليد بِن يزيد مراد اخستے دے. يو ځل وليد بِن يزيد د قرآنِ مجيد نه فال ويستلو. د قرآنِ كريم نه فال ويستل هسې ناجائزه دي. قرآنِ كريم د فال ويستلو د پاره نه دے نازل شوے بلكه د هدايت د پاره نازل شوے دے خو وليد بدبخته هسې هم سركشه وو، هغه د جائز او ناجائز څه پرواه كوله! هغه چې فال ويستلو نو كوم آيت كريمه چې په فال كښې را اووتلو هغه د هغه د ژوند پوره پوره نقشه وه، په فال كښې چې كوم آيت را اوختلو هغه د سيپاره 13، سورۀ اِبراهيم آيت نمبر 15 وو، ارشاد دے:

وَ خَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِیْدٍۙ(۱۵)

مفهوم ترجمہ کنز الایمان: هر سركشه او ضِدي نامراده شو.


 

 



[1]...مُصَنَّف عَبْدُ الرَّزَاق ، باب : تعلیم القران ، جلد : 3 ، صفحہ : 229 ، حدیث : 6030۔