Book Name:Quran Kay Huqooq

تعليمات، د خوږ آقا په سُنتونو باندې د عمل جذبه حاصلولو سره سره به نورو ته د قرآن و سُنَّت تعليم رسَوَلو موقع په لاس در شي او د دې سره سره به درته اِنْ شآءَ الله د دِين و دُنيا بيشميره نيكئ ميلاؤ شي. 

د فلمونو ډرامو شوقين په نيغه لار روان شو

     د فيصل آباد (پنجاب) اوسيدونکي يو اسلامي ورو بيان دے: لمُونځونه قضا كول، ګيره خرئيل، فلمونه كتل، سندرے او سازونه اوريدل زما په معمولاتو كښې شامل وو، يو ځل يو اسلامي ورور ما ته په مدني قافِله كښې د سفر كولو دعوت راكړو، زه د مدني قافلے مُسافِر جوړ شوم، په مدني قافِله كښې پينځه وخته لمُونځ د جَمعې سره په وړومبي صف كښې ادا کولو سره سره ما ته په سُنَّتونو باندې د عمل كولو جذبه نصيب شوه، د لمَانځه، اوداسه، غُسل مُتَعَلِّق بُنيادي خبرې مې زده كړې، په مدني قافِله كښې ما ته دومره سكون نصيب شو چې ما د ټولو ګناهونو نه توبه اوكړه، د ګيرې پريښودلو پوخ نيت مې اوكړو او چې بيرته کور ته راغلم نو د عمامے شريفې تاج مې په سر وو. باقي ټول ژوند په نيكو كښې د تيرولو په نيت د دعوتِ اسلامي دِيني ماحول سره وابسته شوم او د شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه  نه مې بيعت اوكړو او قادري عطاري جوړ شوم. ([1])  

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...دِلوں کا چین ، صفحہ : 16۔