Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

اعلٰى حضرت رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه جواب وركړو: په شريعت كښې د دے هيڅ اصل نشته، خلق هسے وهم كوي. د شريعت حكم دے: ” اِذَاتَـطَـیَّرْتُـمْ فَامْضُـوْا“ يعني چه كله مو څه بد فالئ په خيال كښې راشي نو په هغے عمل مه كوئ.“ مسلمانانو له پكار دي چه په داسے ځائے كښې دا اولولي چه” اَللّٰہُمَّ لَاطَیْرَ اِلَّا طَیْرُکَ،وَلَاخَیْرَ اِلَّاخَیْرُکَ،وَلَا اِلٰہَ غَیْرُکَ(يعني اے الله! نشته دے څه بد رسيدل خو ستا له طرفه او نشته دے څه خير رسيدل خو ستا له طرفه او ستا نه علاوه څوك د عبادت لائق نشته)  او په خپل ربِِّ (كريم) يقين ساتي او خپل كار له ځي، بالكل دِ نه حصاريږي او نه دِ بيرته ګرځي. (فتاویٰ رضویہ،۲۹/۶۴۱ ملخصاً)

     اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! په دے معامله كښې زمونږه د بُزرګانِ دِين ژوند زمونږ د پاره د عمل كولو لائق دے. هغوئي به څوك مخصوص بنده، ځائے، وخت، يا يو څيز د ځان د پاره سپيره نه ګنړلو او نه به ئے بدفالي نيوله او نه به ئے د ستورو په زائچو يقين ساتلو بلكه په ربِّ كائنات باندے به ئے مكمل يقين لرلو. راځئ چه په دے باره كښې دوه د ايمان تازه كوونكي حكايتونه واورو: چنانچه

د سفر نه حصار نه شو

     اميرُ المُؤمنين حضرت سیِّدُنا علِـىُّ المُرتضٰى رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه چه كله د خارجيانو سره د جنګ د پاره د سفر كولو اراده اوكړه نو يو نجومي ركاوټ جوړ شو او اوئے وئيل: اے اميرُ المُؤمنين! تاسو تشريف مه وړئ، حضرت علي رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه ترينه د وجهے تپوس اوكړو نو هغه اووئيل: چه دا وخت سپوږمئ په عقرب (د آسمان په برجونو كښې يو بُرج) كښې