Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

پکار. ٭ منقول دي: سُـؤْرُ الْمُؤْمِنِ شِفَاءٌ يعني د مسلمان په جوټه کښې شِفا ده. (الفَتاویٰ الفِقهِيَّةُ الکبرٰی لابنِ حجرالهيتمی  ج ٤  ص١١٧ ، کشف الخفا ٔ ج١ ص٣٨٤) ٭ د څښلو نه لږ ساعت پس چه خالي ګلاس اوګورئ نو د هغے په ويخ کښ به د ديوالونو نه يو څو څاڅکي اوبه راجمع شوے وي هغه هم څښئ.

     قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د ٣١٢ صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه ١٦ او (٢) د ١٢٠ صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ هديه کړئ او اولولئ. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه غوره ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښے عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.

صَــلُّـوْا  عَـلَـی   الْـحَبِيْـب!                                               صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع كښے

لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او  (2) دُعاګانے

(1) د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود

اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّـیِّ

الْـحَبِیْبِ الْعَالـِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ

بُزرګانو فرمائيلي دي چه څوك هره شَبِ جُمعه (يعني د جُمُعے اور زيارت مينځنئ شپه باندے) دا دُرُود شریف پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ په وخت كښے د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر كښے د داخليدو وخت كښے هُم، تر دے چه