Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

ده. كه تاسو په دے وخت كښې تشريف يوړلو نو تاسو به شكست اوخورئ. حضرت علي رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه جواب وركړو چه نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او حضرات صديق و عمر رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْهما به په نجوميانو اعتقاد نه ساتلو، زه په الله پاك باندے توكُّل ساتم او ستا خبره دروغ ثابتولو د پاره به ضرور سفر كووم. بيا هغوئي په سفر روان شو، الله پاك هغوئي ته د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هُم حياتِ ظاهري نه پس د ټولو نه زيات برَكت په هغه سفر كښې وركړو تر دے چه ټولو دښمانانو ئے شكست اوخوړلو او اميرُ المُؤمنين حضرت علي رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه فتح حاصله كړه او په خوشحالئ خوشحالئ ئے بيرته تشريف راوړلو.     (غذاء الالباب شرح منظومۃ الآداب ، مطلب فی اتلاف آلۃ التنجیم والسحر، ۱/۱۹۱بتغیر قلیل)

 د بدفالئ ترديد

     د اميرُ المُؤمنين حضرت عمر بن عبدالعزيز رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه د غلام مزاحِم بيان دے: چه كله مونږه د مدينے منوَّرے نه اووتلو نو ما اوليدل چه سپوږمئ ”دَبران“ كښې ده، ما هغوئي ته دا وئيل خو مناسب اُو نه ګنړل بلكه دا مے اووئيل چه، تاسو سپوږمئ ته خو لږ اوګورئ، څومره ښكلي ښكاري! هغوئي چه ورته اوكتل نو سپوږمئ په ”دَبران“ كښې وه، هغوئي اوفرمائيل: شايد چه ته ما ته دا ښودل غواړے چه سپوږمئ په ”دَبران“ كښې ده، مزاحِم! مونږه لمَر او سپوږمئ سره نه، بلكه د الله پاك واحِد و قَهّار په حكم او مشيت اُوځو. (سیرتِ ابنِ عبدالحکم ،ص۲۷)  

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! ياد ساتئ! دَبران د سپوږمئ د يو منزل نوم دے دغه وخت كښې سپوږمئ د ثُريّا او جوزا په مينځ كښې وي. عربو كښې د نجوميانو دا