Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

اوكړو چه بے اختياره د هغه په ژبه په اوچت آواز كلمه جاري شوه او بيا هغه ډير ساعته پورے كلمه طيبه وئيله. اوس د هغه وخت د عاشقانِ رسول په صحبت كښې تيريږي. څه ورځے پس هغه [نوے] اسلامي ورور بيمار شو او په هسپتال كښې ئے داخل كړو. علاج ئے جاري وو خو مرض ئے ورځ په ورځ زياتيدلو. بيا [آخر دا چه په هغه بيمارئ كښې د هغه د وفات وخت راغے او] په اوچت آواز ئے كلمه طيبه لوستل شروع كړل او دغه شان په كلمه طيبه لوستلو لوستلو كښې وفات شو.

د اَيَّام بِيض د روژو فضائل

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د روژے نيولو بے شميره ديني او دنياوي فائدے دي. لِهٰذا د ټولو مياشتو په شان د صَفَرُ الْمُظَفَّر په مياشت كښې هم د اَيّامِ بِيض (يعني د اسلامي مياشتے ١٣، ١٤ او ١٥) تاريخونو باندے د روژو نيولو كوشش اوكړئ، ځكه چه كه سفر وي او كه حضر [يعني كور] هميشه خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هره مياشت دا درے روژے نيولي دي او صحابه كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان ته ئے هم د دے ترغيب وركړے دے. راځئ چه هره مياشت د درے روژو نيولو په فضيلت باندے مشتمل درے احاديثِ  مباركه واورو او په خپلو زړونو كښې د عمل جذبه پيدا كړو، چنانچه

(١) حضرتِ سَيِّدُنا عثمان بن ابو عاص رَضِىَ اللهُ   تَعَالٰی  عَـنْهُ فرمائي: ما د سركارِ دوعالم صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه فرمان اوريدلے دے، ”څنګه چه په تاسو كښې د چا سره په جنګ كښې د بچ كيدو د پاره ډال وي هُم دا رنګ روژه د جهنَّم نه ستاسو ډال دے او هره مياشت درے روژے نِيول بهترينے روژے دي.“ (صَحِيْحُ اِبن خُزَيْمَة ج٣ ص٣٠١ حديث ٢١٢٥)