Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

د صَفر په مياشت كښې شوي يو څو تاريخي واقعات            

     ٭ د صَفرُ المُظَفَّر په مياشت كښې د هجرت په دويم كال د اَميرُ المُؤمنين حضرت علي رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه او خاتونِ جنت حضرت فاطمه زهره رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْها واده شوے وو.  (الکامل فی التاریخ، ۲/۱۲) ٭ د صَفرُ المُظَفَّر په مياشت كښې مسلمانانو ته د خيبر فتح نصيب شوي وه. (البدایۃ والنہایۃ،۳/ ۳۹۲) ٭ د صَفرُ المُظَفَّر په مياشت كښې سيف الله حضرت خالد بن وليد، حضرت عَمرو بن عاص او حضرت عثمان بن طلحه رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْهُم د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شوي وو او اسلام ئے قبول كړے وو. (الکامل فی التاریخ، ۲/۱۰۹)  ٭ د صَفرُ المُظَفَّر په مياشت كښې د اميرُ المُؤ منين حضرت عمر فاروق رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه په دورِ خلافت كښې په سن 16 هجري كښې حضرت سعد بن ابي وقاص رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د كِسرٰى (يعني د ايران د بادشا) په محل كښې د جُمعے مباركے لمُونځ ادا كړے وو او دا وړومبنئ جُمعه وه چه د عراق په ملك كښې ادا كړے شوه. ٭ د صَفرُ المُظَفَّر په مياشت كښې په سن 11 هجرئ كښې د نبوت دروغژن دعويدار اَسود عنسي كذَّاب نه مسلمانانو خلاصے اوموندلو. [يعني قتل ئے كړو]  (فیضانِ صدیق اکبر،ص۳۹۱)

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تاسو واوريدل چه صَفرُ المُظَفَّر څومره ښكلي مياشت ده او په دے مباركه مياشت كښې څنګه څنګه عظىمُ الشان واقعات پيښ شوي دي، لږ غور اوكړئ! په كومه مياشت كښې چه داسے اهم واقعات پيښ شوي وي هغه چرته سپيره كيدے شي؟ خو ډير ډير افسوس په دے خبره چه د علمِ دين نه د لري والي او بدو صحبتونو په وجه د خلقو يو ګنړ شمير د صَفرُ المُظَفَّر په شان بابركته مياشت