Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

وړومبے ګاهك د سودا اخستلو نه بغير لاړ شي نو دُكاندار د هغے نه بدفالي نيسي، ٭ د كومے جينئ د واده نه پس چه د هغه خاندان څوك مړ شي يا د كومے ښځے چه صرف لونړه كيږى نو په هغے باندے د سپيرے نوم كيږدي، ٭ د كومے زنانه چه اُميد [يعني حمل] وي نو هغه د مړي خوا ته نِزدے نه پريږدي چه په ماشوم به بد اثر اوشي، ٭ په ځوانئ كښې چه كومه زنانه كوَنډه شي هغه سپيره ګنړلے كيږى، ٭ بعضے خلق وائي چه خالي قينچي كړچولو سره په كور كښې جګړے كيږي، ٭ د بل چا ګمنز استعمالو باندے د دوو كسانو په مينځ كښې جګړه كيږي، ٭ بعضے خلق وائي چه كه خالي لوښي يا قاشوغے په خپل مينځ كښې د يو بل سره اولګي نو په كور كښې جګړے كيږي، ٭ بعضے خلق وائي چه په وړوكي ماشوم د پاسه ښپه تيره كړے نو غټيږي به نه، ٭ بعضے خلق وائي چه د ګوَتو نه ټَقے ويستل سپيره كار دے، ٭ بعضے خلق وائي چه سپوږمئ يا د لمَر سترګه تندر نيولي وي نو د اُميد والا زنانه  دِ بهر نه اُوځي ګنے ماشوم به ئے خراب شي، ٭ بعضے خلق د نمبرو نه بدفالي نيسي چه فلانكے نمبر سپيره دے، ٭ بعضے خلق وائي چه ماښام كيدو سره ټولو كوټو كښې رنړا ګانے بلول ضروري دي ګنے بلاګانے يا پيريان به راځي. (بدشگونی،ص۱۶تا۱۸) الله پاك دِ مسلمانان د داسے بدفالونو نيولو نه نجات وركړي او د نيكو فالونو نيولو توفيق دِ وركړي. اٰمين

په ښه او بد فال كښې فرق

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! بد فال نيولو او ښه فال نيولو كښې بنيادي فرق دا