Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

په نافرمانئ كښې مشغول وي او بيا په څه مصيبت كښې اخته شي نو دا د هغه د ګناهونو سپيروالے كيدے شي، د دے مياشتے سره د سپيروالي هيڅ تعلق نشته. څنګه چه

     په تفسير رُوحُ البيان كښې ليك دي چه:  صَفَرُ الْمُظَفَّر وغيره كومه مياشت يا مخصوص وخت سپيره ګنړل صحىح نه دي، ټول وختونه الله پاك جوړ كړي دي او په دے كښې د انسانانو عملونه واقع كيږي. كوم وخت چه مومن بنده د الله پاك په اطاعت و فرمانبردارئ كښې مشغول وي هغه وخت مبارك دے او كوم وخت چه د الله پاك نافرماني كوي هغه وخت د هغه د پاره سپيره دے. په حقيقت كښې اصل سپيره والے د ګناهونو دے.                                            (تفسیرروح البیان،  پ ۱،  التوبۃ،تحت الآیۃ ۳۷،  ۳/۴۲۸)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

دولس مدني كارونو كښې يو مدني كار ”چوك درس“

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د صَفرُ المُظَفَّر اهميت پيژندلو، د دے مياشتے بركتونه حاصلولو  او د دے په باره كښې مشهورے شوي غلطو خبرو نه خلاصے حاصلولو د پاره د عاشقانِ رسول مدني تحريك دعوتِ اسلامي مدني ماحول يو لوئي نعمت دے، لِهٰذا د دے نعمت نه فائده واخلئ، نن بلكه د اوس نه د دے ماحول بركتونه حاصلولو والؤ عاشقانِ رسول سره شامل شئ او د ذِيلي حلقے په مدني كارونو كښې مضبوط كردار ادا كړئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ.

      ياد ساتئ! د ذِيلي حلقے په دولسو مدني كارونو كښې هره ورځ يو مدني كار ”چوك