Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

عقلمند ښكاره كيدونكي هم د بدفالئ په سپيره والي كښې اخته دي بلكه اوس خو دا عالَمي بيماري جوړه شوي ده، د مختلفو ملكونو خلق د مختلفو څيزونو نه داسے داسے بدفالئ نيسي چه انسان ورته حيران پاتے شي، چنانچه

د بدفالئ صورتونه

     د مكتبةُ المَدينه كتاب ”بدشگونی“په صفحه نمبر16 كښې ليك دي چه: ٭ بعضے خلق د يو ړوند، ګوَډ يا د يوے سترګے والا او معذوره په ليدلو، بعضے خلق د بعضے مرغئ يا ځناور په ليدلو يا آواز اوريدلو په بدفالئ كښې اخته كيږى، ٭  بعضے خلق د يو وخت يا ورځے يا مياشتے نه بدفالئ كښې اخته كيږي، ٭ بعضے خلق د څه كار اراده اوكړي او څوك ورته د هغے په طريقه كار كښې د څه نقصان طرف ته تَوجُّه را اوګرځوي يا د هغے د نه كولو ورته اُووائي نو د هغے نه بدفالي اونيسي چه اوس خو پكښې تا خبرے اوكړے اوس خو به دا كار هډو كيږي نه، ٭ بعضے خلق د ايمبولينس د آواز نه، كله د فائر بريګيډ د ګاډي د آواز په اوريدو په بدفالئ كښې اخته كيږي، ٭ بعضے خلق د ميلمه رخصتيدو پسے سمدستي په كور كښې جارو وهل سپيره ګنړي، ٭ بعضے خلق چه خپله يوه څپلئ په بله څپلئ د پاسه اُووِيني نو د هغے نه بدفالي نيسي، ٭ بعضے خلق دا يقين لري چه كه د چا ښئ سترګه اورپيږي نو څه مصيبت به راځي، ٭ چه اختر د جُمعے مباركے په ورځ راشي نو دا د حكومت د پاره درون ګنړي، ٭ بعضے خلق د پيشو د ژړا په شان آواز سپيره ګنړي، بعضے خلق د شپے د سپي د ژړا په شان آواز سپيره ګنړي ٭ دغسے د بعضے دُكاندار چه د ورځے