Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

هم د مصىبتونو او آفتونو راكوزيدلو مياشت ګنړي، خاص طور د دے اولنئ ديارلسو ورځو په باره كښې خو بعضے ډيرے خلافِ شريعت خبرے مشهور دي، مثلاً

د ماه صَفَر متعلق مشهورے شوي بے بنياده خبرے

       ٭ د صَفرُ المُظَفَّر مياشت د مصيبتونو نازليدلو مياشت ګنړي او بعضے خلق د دے وړومبئ ديارلس ورځے ډيرے سپيرے ګنړي  ياد ساتئ! مصىبتونه او ازميښتونه د الله پاك له طرف راځي، د هغے د پاره څه ورځ يا مياشت خاص نه ده، د چا په حق كښې چه څه ازميښت ليكلے شوے وي هغه به ورته پيښيږي. كه هغه د صَفَرے په مياشت كښې پيښ شي او كه بله مياشت كښې.

د صَفَر مياشت او اسلامي تعليمات

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! پكار ده چه د دے بيان په اوريدلو ستاسو د زړه نه د صَفرُ المُظَفَّر د سپيره ګنړلو وهم وتلے وي، كه بيا هم كله د چا په زړه او دماغو كښې دے باره كښې څه وسوسے راشي نو هغه له پكار دي چه د وسوسو طرف ته توجه نه كوي او اسلامي تعليماتو باندے عمل كوي. د صَفَرُ الْمُظَفَّر د مياشتے په باره كښې د سپيره والي وهم ختمولو د پاره دا خبره ياده ساتئ چه د كال ټولے مياشتے الله پاك جوړي كړي دي په دے كښې يوه ورځ يا مياشت هم هيڅ كله سپيره نه ده. څنګه چه په نورو ورځو شپو كښې د الله پاك د رحمتونو بارانونه راوريږي دغه شان د صَفَرُ الْمُظَفَّر هر ساعت د رحمتونو نه ډك دے. البته كه څوك په دے مياشت كښې د الله پاك