Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

نور د ترقئ سفر جاري دے. الله پاك دِ دارُ الْاِفتاء اَهْلِسُنَّتته نوره ترقي وركړي.

اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                             صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښے د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښے زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                    جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مے دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا             جنّت كښې مے خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

”کرم يارسولَ الله“ د دِيارلسو حروفو

په نسبت د اوبوڅښلو١٣ مَدَني ګلونه

     ٭ دوه فرامَينِ مصطفٰی صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (١) د اُوښ په شان په يوه ساه کښ مه څښئ، بلکه دوه يا دري پيرو (کښې ساه اخلئ او) څښئ او د څښلو نه مخكښې بِسمِ الله لولئ او د څښلو نه پس اَلْحَمْدُلِلّٰہ  لولئ. (سُنَنُ التِّرمِذِى ج٣. ص٣٥٢ حديث١٨٩٢) (٢) نَبِیِّ اکرم صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ  وَسَلَّم په لوښي کښې د ساه اغِستلو نه او په هغے کښ د پوکلو نه منع فرمائيلي دي. (سُنَنُ اَبِـی داوٗد، ج٣،ص٤٧٤،حديث٣٧٢٨) مُفَسِّرِ شَهير حَکيمُ الاُمَّت حضرت مفتي احمد يار خان رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه د دے حديثِ پاک لاندے فرمائي: په لوښي کښ ساه