Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

صبر كولے شي، ٭ څوك چه د الله پاك په ذات باندے يقين كوي الله كريم د هغه نه راضي كيږي، ٭ څوك چه د الله پاك په ذات باندے يقين كوي هغه كاميابيږي، ٭ څوك چه د الله پاك په ذات باندے يقين كوي هغه دُنيا والؤ ته سر نه ټيټوي، ٭ څوك چه د الله پاك په ذات باندے يقين كوي هغه د شيطان د دوكے نه په حفاظت كښې اوسي، ٭ څوك چه د الله پاك په ذات باندے يقين كوي هغه ډيرے ډيرے نيكئ جمع كولو كښې كامياب شي، ٭ څوك چه د الله پاك په ذات باندے يقين كوي هغه د بدفالو په شان ګناهونو كښې هيڅ كله نه اخته كيږي، ٭ څوك چه د الله پاك په ذات باندے يقين كوي د هغه د پاره د غيب نه د رزق انتظام كيږي. راځئ چه په دے باره كښې د ايمان نه ډك يو حكايت واورو، چنانچه

هغه ډوډئ به ما در ليږلي

                  منقُول دي چه په مَسجِدُالحرام شريف (مكّه مُكَرَّمه) كښې به يو عابِد (يعني عبادت ګزار كس) ټوله شپه په عِبادت كښې مشغوله اوسيدلو او د ورځے به ئے روژه نيوله، هره ورځ به ماښام يو كس هغه له دوه ډوډئ راوړلے، په هغے به ئے روژه ماته كړه او بيا به د بلے ورځے پورے په عِبادت كښې مشغوله شو. يوه ورځ د هغه په زړه كښې دا خيال راغے چه دا څنګه تَوَكُّل دے چه زه خو د يو انسان د ډوډئ راكولو په ډاډ ناست يم! او د مخلوق په رَزَّاق عَزَّوَجَلَّ مے [د رِزق راكولو] يقين اونكړو، ماښام چه ډوډئ راوړلو والا ډوډئ راوړه نو عابِد [قبوله نه كړه او] بيرته ئے وركړه. دغسے ئے درے ورځے تيرے كړے. چه كله د لوَږے د لاسه ډير تنګ شو نو د خپل ربّ عَزَّوَجَلَّ په بارګاه كښې ئے فرياد