Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

اوكړو. د شپے ئے خوب اوليدو چه دے د الـلّٰـه عَزَّوَجَلَّ په بارګاه كښې حاضر دے او الـلّٰـه تعالٰى فرمائي، ما چه د خپل بنده په ذريعه څه درليږل هغه تا ولے منع كړل؟ عابِد عرض اوكړو، مولا! زما په زړه كښې دا خيال راغے چه ستا نه سِوا مے په بل يقين كړے دے. ربّ تعالٰى اوفرمائيل، هغه ډوډئ چا درليږله؟ عابِد عرض اوكړو، يا الـلّٰـه عَزَّوَجَلَّ! هم ته راليږلو والا ئے. حُكم اوشو! چه بيا ئے زه در اوليږم نو بيرته ئے مه ليږه. په هم هغه خوب كښې ئے دا هم اوليدل چه د ډوډئ راوړلو والا كس د الـلّٰـه عَزَّوَجَلَّ په دربار كښې حاضِر دے. الـلّٰـه تعالٰى  د هغه نه تپوس اوكړو: تا عابِد له ډوډئ وړل ولے بند كړي دي؟ هغه عرض اوكړو. اے مالِك و مولٰى عَزَّوَجَلَّ! تا ته ښه معلومه ده. بيا ئے ترينه تپوس اوكړو: اے بنده! تا هغه ډوډئ چا ته وركولے؟ عرض ئے اوكړو: ما تا ته (يعني ستا په لاره كښې وركولے) ارشاد اوشو، ته خپل عمل جاري ساته، زما له طرفه ستا د پاره د هغے په عِوض [يعني بدله] كښې جنَّت دے. (رَوض الرِیاحین ص۶۷)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تاسو واوريدل! كوم بنده چه د الله پاك په ذات باندے يقين كوي د هغه د پاره د غيب نه د رزق انتظام كيږي. لِهٰذا مونږ له د بدفالئ نه بچ كيدلو سره سره د الله پاك په ذات باندے مكمل يقين كول پكار دي. افسوس! څومره چه مونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زمانے نه لرے كيږو، هغه همره زمونږه معاشره كښې ورځ په ورځ ګناهونه زياتيږي، صرف يوے بدفالئ ته چه اوګورئ نو دے هم د معاشرے هر كس ګير كړے دے. د حيرانتيا خبره خو دا ده چه په ظاهره